Sunday, 5 February 2023

لمحه لمحه مې وژنې د شيرينو سترګو ياده

ـــــــــــــــــــــــــــــــ

لمحه لمحه مې وژنې د شيرينو سترګو ياده 
د زلفو غر ته ودريږم او چغې کړم فرهـــاده 

د مينې تقدس مې بې منصوره چرته مه شه 
په خپله لوپټــه مې ســترګې وتــړه جلاده 

د څومره پرهرونو پرده پوش مې يې همرازه 
د څومره پرهرونـو راز مې وسـپړې فرياده 

د هر يو کــېفيت نه دې تېــرېږم اضطـــرابه 
خو روح ته مې زندۍ پرته ده ساه مې کړه اذاده 

د کومې اژدها ذهر دې مړه کړم په وجود کې 
د کومې اژدهــا خوله درنه وباسم هېـــواده

چې پېغلې عطربويه غېږ راځي دروېش روښانه 
په ټول وجود مې خور کړه د جانان د زلفو باده 

دروېش روښان

No comments:

Post a Comment