Sunday, 5 February 2023

ماحول حېران ښه دی ورېږي پرخه


ماحول حېران ښه دی ورېږي پرخه
د وصال شان ښه دی ورېږي پرخه

پرېږده چې نن خو سره یخ کړو زړونه
واز مو ګرېوان ښه دی ورېږي پرخه

د سرو جامو چاپ به د کښېني په ما
نن خو دالان ښه دی ورېږي پرخه

باغوان په مونږه سېل د ګلو وکړ
باغ یې خندان ښه دی ورېږي پرخه

ورته پسخېږي د بېدیا ګلونه
لوند مې جانان ښه دی ورېږي پرخه

باران ښه نه دی راز و نیاز به کوو
نن شین اسمان ښه دی ورېږي پرخه

چار دیوارۍ کښې زما زړه تنګېږي
ویړ بیابان ښه دی ورېږي پرخه

دا تغیر خو زېږوي تماشي
موسم روان ښه دی ورېږي پرخه

رڼا د ستورو ده کافي خېبره
رنګ د رومان ښه دی ورېږي پرخه

غزل: خېبر افريدی
غږ : هارون باچا
انتخاب: قياس 

No comments:

Post a Comment